د اندونیزیا د سقوط شوې الوتکې د ځینو سپرلۍ مړي وموندل شول

په اندونیزیا کې سمندر ته د لویدلې الوتکې د سپرلۍ د موندولو په خاطر پلټنې دوام لري

1077880
د اندونیزیا د سقوط شوې الوتکې  د ځینو سپرلۍ مړي وموندل شول

 په اندونیزیا کې  تیره ورځ  سمندر ته د غورځیدلي  الوتکې  د ۱۸۹ تنو سپرلۍ نه  د ۲۴ تنو مړي موندل شوي دي.

د اندونیزیا د تیمپو  ورځپاڼې د خبر له مخې  د لویدیځ جاوا  ایالت  د کاراوانګ په سیمه کې  په سمندر کې چیرته چې د الوتکې  پارچې او ټوټۍ  موندل شوې وې د پلټنو په ترڅ کې  د ۲۴ تنو  مړي موندل شوي دي. موندل شوي مړي  د پلازمینې جاګارتا  د پولیسو روغتون ته انتقال شوي دي.

د نوموړي  روغتون مشر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چې د موندل شوو مړو  د ډیرو  بدن ټوټې ټوټې  دی. د همدې امله کیدای شي چې د موندل شوو مړو شمیره  ډیره وي.

هغه ویلي دي چې  روغتون  ددې الوتکې د ۱۳۲ تنو مساپرو د کورنیو نه  لازم معلومات او مشخصات  ترلاسه کړي دي . د قربانیانو د هویت د تشخیص  په خاطر  د پاتو مساپرو کورنیو  معلومات  او مشخصات  ډیر مهم  دي.

ویل کیږي  د پلټنو په ترڅ کې  د الوتکې ځینې برخې  او مساپرو اړوند بکسونه  او ځیني سامالونه  موندل شوي دي.

تمه کیږي چې نن  د الوتکې  لویه برخه  وموندل شي.

د پلټنو د چارو مسئولینو ویلي دي چې په روانو پلټنو کې تر اوسه پورې  هیڅ کوم ژوندی کس  ندی ژغورل شوی.

پدې الوتکه کې  یو تن ایټالیوي او یو تن  هند وګړي هم  سفر کولو.

د لیون د هوايي کرښو اړوند  مساپرو وړونکې  بوینګ ۷۳۷ مکس ۸ ډوله الوتکه پرون د سهار په ساعتونو کې  د پلازمینې جاګارتا  نه سومارتا ټاپو پر لورې الوتنه وکړه چې  د الوتنې نه ۱۳ دقیقې وروسته  د رادار سره  اړیکې پرې شوې. الوتکه  سمندر ته  وغورځیده.



اړوند خبرونه