د افغانستان – هندوستان او ایران ترمنځه د ترانزیتي همکاریو مطابقت لاسلیک شو.
د چابهار د تړون په چوکاټ کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځه د ترانزیتي همکاریو مطابقت لاسلیک شو
د افغانستان – هند او ایران ترمنځه د ترازیتي همکاریو مطابقت لاسلیک شو.
د ویلو ده چې د ایران په پلازمینه تهران کې پدې اړه په جوړه شوې غونډه کې د نوموړي هیواد د سمندري چارو او بندرونو عمومي رئیس محمد رستاد، د افغانستان د ټرانسپورت د وزارت مرستیال امام الدین وریماچ او د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست تیرو مورتي ګډون کړی وو.
د ایران د سمندري چارو او بندرونو عمومي رئیس رستاد غونډې ته په وینا کې وویل چې « د چابهار د بندر سره به لا ښو بازارونو ته لار پيدا کړو او پوره باور لرم چې دا بندر به د نورو هیوادونو توجه هم جلب کړي. »
هغه زیاته کړه چې دا بندر په اصل کې د هند اقیانوس په څنډو کې پراته هیوادونه د منځنۍ اسیا او افغانستان سره نخلولي. دا بندر د چین او پاکستان ترمنځه د ګوادر اقتصادي دهلیز تکمیلوونکی دی.
همداشان د افغانستان د ټرانسپورت د وزارت مرستیال امام الدین وریماچ بیا وویل چې افغانستان ایران او هندوستان په اصل کې یو بل ته محتاج دي. دا هیوادونه همکاریو ته اړتیا لري. هغه وویل چې د ایران د چابهار بندر او دهلیز به کاري فرصتونه کچه لوړه کړي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان د سیمې په یو مرکزي نقطه کې قرار لري. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د هیوادونو ترمنځه د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده او اقتصادي همکاري د دولتونو ترمنځه د جدي همکاریو پرته د امکان وړ خبره نده.
هغه وویل چې د چابهار د بندر او دهلیز له لارې به ټرانسپورتي فعالیتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
همداشان د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مورتي بیا وویل چې زمونږ هدف د باربرۍ او مسافربرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول دي. زمونږ ترمنځه موجوده همکاري او روان بهیر بیا دې هدف ته درسیدو په خاطر زمونږ سره جدي مرسته کوي.
همداشان د چابهار د بندر د فعالیدو سره به هند د ایران د سیستان بلوچستان ایالت له لارې د افغانستان سره تجارت ته لا وده ورکړي.
هغه وویل چې د امریکا لخوا پر ایران د تحریمونو د لګیدو سره سره به هندوستان د ایران سره تجاري همکاریو ته دوام ورکړي. همداشان په نږدې راتلوونکې کې به هندي شرکتونه په موقتي توګه د چابهار د بندر نه په استفادې پیل وکړي.
د غونډې نه وروسته د درې واړو هیوادونو ترمنځه د ترانزیتي همکاریو تړون لاسلیک شو.
د یادولو وړ ده چې چابهار تړون د ۲۰۱۶ کال د مې د میاشتې په ۲۳ مه نیټه د ایران ، افغانستان او هندوستان د مشرانو لخوا لاسلیک شوې وه.
ددې تړون له مخې به د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار د بندر نه افغانستان او منځني ختیځ د لویې لارې او ریل ګاډي د پټلۍ سره د نخلولو په برخه کې پانګه اچونه وشي. ددې سره به ددې هیوادونو ترمنځه تجاري اړیکې هم د پام وړ پراختیا ومومي.