پر سعودي عربستان نړۍوال فشارونه دوام لري.

د سعودي عربستان د حکومت پر خلاف  د ژورنالست جمال قاشقچي د وژنې له امله  غبرګونونه  دوام لري.

1073582
پر سعودي عربستان نړۍوال فشارونه دوام لري.

داځل کاناډا  د سعودي عربستان سره  د دفاعي  قرارداد  د فسخه کولو  د احتمال نه یادونه وکړه.

د کاناډا  لومړي وزیر جاستین  ترودو  وویل چې  د سعودي ژورنالست قاشقچي د وژنې نه وروسته  د سعودي عربستان سره  لاسلیک شوی  د ۱۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت دفاعي تړون  کیدای شي چې  وځنډول شي.

د کاناډا لومړي وزیر دا څرګندونې په پارلمان کې  د مخالفو ګوندونو  پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وکړې.

د کاناډا لومړي وزیر د  نوي دیموکراټ  ګوند  هغه پوښتنه  چې د جمال قاشقچي  د وژنې  او په یمن کې د جګړې  د دوام  سره سره    حکومت  ولې  پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅلاو  لړۍ  نه دروي؟ داسې وویل ، لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ددینه وړاندې هم  پر سعودي عربستان  د وسلو د خرڅلاو  بهیر  د کاناډا  د ځینو اندیښنو  له امله  درول شوی وو. کیدای شي چې  یو ځل بیا عینې ګام اوچت کړو.

هغه وویل چې  کاناډا  د سعودي عربستان د مخالف ژورنالست جمال قاشقچي  د وژنې د مسلې د روښانولو  په اړه  د متفقینو سره  په ګډه  کار کوي.

د یادولو وړ ده چې  کاناډا  په ۲۰۱۴ کال کې  پر سعودي عربستان  پر سپکو وسلو سمبال  د عسکري موټرو پلورلو ته  اجاره ورکړې وه، خو په ۲۰۱۵ کال کې  جاستین ترودو واکمنۍ ته د رسیدو نه وروسته  په سعودي عربستان  د نوموړو پوځي موټرانو  د پلورلو  قرارداد  وځنډول شو.



اړوند خبرونه