ټرمپ : د سعودي ولیعهد شهزاده زمونږ لپاره ډیر زیات اهمیت لري
ټرمپ د امریکا او سعودي عربستان ترمنځه په اړیکو د قاشقچي د مسلې د اغیزو په اړه پوښتنې ځواب کړې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د امریکا لپاره د منځني ختیځ په پروژه کې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان اهمیت ته په اشارې سره وویل ، سعودي عربستان ته جدي اړتیا لرو.
ټرمپ دا څرګندونې د فوکس ټي وي سره په مرکه کې وکړې. ټرمپ د اکتوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو نه راپدیخوا د تري تم شوي سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د مسلې او د سعودي او امریکا ترمنځه په اړیکو د اغیزو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
ټرمپ د امریکا د منځني ختيځ په پروژه کې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان اهمیت ته په اشارې سره وویل « امریکا سعودي عربستان ته جدي اړتیا لري.»
هغه وویل چې د قاشقچي د پيښې نه وروسته په هغه ډیر زیات فشارونه وارد شوي دي. د کانګرس یو زیات شمیر غړي په سعودي عربستان د وسلو د خرڅلاو د درولو غوښتنه کوي خو د ټولو فشارونو سره سره به پر سعودي عربستان د وسلو خرڅلاو ونه درو. پدې اړه مو کله فکر هم ندی کړی.
هغه وویل چې پر سعودي عربستان د ۱۱۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورولو قرارداد شوی دی. دا قرارداد په امریکا کې ۵۰۰ زرو تنو ته د کار زمینه برابروي.
ټرمپ وویل هیله لري چې د قاشقچي پيښې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده په هدایت نوي شوي. ځکه چې زمونږ لپاره مهمه خبره هم همدا ده.
همداشان ټرمپ ویلي دي چې د قاشقچي د امریکا تبع هم ندی.