په جموکشمیر کې د پولیسو او جلا غوښتونکو ترمنځه سخته جګړه وشوه
د هندوستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې په نښته کې یو تن پولیس ، ۲ تنه مقامت کوونکي او یو تن ملکي وګړی وژل شوي
د هندوستان د جمو کشمیر په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او جلا غوښتونکو ترمنځه په نښته کې دوه تنه جلا غوښتونکې او یو تن پولیس وژل شوي دي.
ویل کیږي نښته هله رامنځته شوه چې پولیسو د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د سرینګر په ښار کې یو کلی محاصره کړ. د پولیسو لخوا د کلي د محاصره کیدو نه وروسته د کشمیر د جلا غوښتونکو او پولیسو ترمنځه نښته پيل شوه. نښتې نیم ساعت دوام وکړ. په نښته کې دوه تنه جلا غوښتوونکې او یو تن پولیس مړه او ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د نښتې نه وروسته د سرینګر په یو زیات شمیر کلو کې د پولیسو پر خلاف مظاهرې پیل شوې. پولیسو د مظاهره کوونکو پر خلاف د اوښکې بهوونکي ګازو نه کار واخیست.
هندوستان پدې سیمه کې انټرنټ جریان قطع کړی او ښوونځي رخصت شوي دي.
د بله پلوه د هندوستان ټایمز ورځپاڼې بیا ویلي دي چې پدې نښته کې یو تن ملکي وګړي هم ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۴ تنه لوړه شوې ده .