په میانمار کې دوو پوځي الوتکو سقوط وکړ

په میانمار کې دوو الوتکو سقوط کړی

1069707
په میانمار کې دوو پوځي الوتکو سقوط وکړ

په میانمار کې  دوه غبرګو پوځي جیټ الوتکو  سقوط وکړ.

د میانمار حکومت  یو تن چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ددوې دوه پوځي جیټ الوتکو سقوط کړی دی.

د میانمار  حکومتي چارواکي  مینټ زاو  ویلي دي چې  د الوتکو نه یوه  په یوې دره کې  او بله بیا  د یو کلي ترڅنګ  غورځیدلې ده .

هغه ویلي دي چې  په دواړو پیښو کې  ۳ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د زاو په وینا  پدې پيښه کې دوو تنو پیلوټانو او یو تن هم  یو کلیوال  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

په پیښه کې دوه تنه کلیوال  ټپیان شوي دي.

د الوتکو د سقوط لامل تر اوسه پورې  معلوم  ندی خو په اړه يی تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه