د اورتادوکس مسیحیان په څو ډلو ویشل کیږي
د اوکراین د اورتادوکس کلیسا د روسیې د اورتادوکس کلیسا نه جلا شوه
د روسیې د اورتادوکس کلیسا د فنر روم لویې کلیسا لخوا د اوکراین د اورتادوکس د کلیسا د خپلواکۍ د غوښتنې د منلو له امله د فنر روم لویې کلیسا سره د خپلو ټولو اړیکو د پرې کولو پریکړه وکړه.
د روسیې د اورتادوکس د کلیسا د بهرنیو اړیکو د چارو رئیس متروپولیت هیلاریون د د بیلاروس په پلازمینه مینسک کې جوړه شوې د روسیې د اورتادوکس کلیسا د شورا د عمومي غونډې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې دا غونډه په ځانګړې توګه د فنر روم لویې کلیسا لخوا د اوکراین د اورتادوکس کلیسا د خپلواکۍ د غوښتنې د منلو په مسلې خبرې وکړې.
هغه وویل چې د همدې امله پدې غونډه کې د فنر روم لویې کلیسا سره چې مرکز يي په استانبول کې دی د ټولو اړیکو د پرې کولو پریکړه وشوه. هغه وویل چې دا پریکړه د مجبوریت په اساس شوې ده ځکه چې د فنر روم کلیسا مونږ ته بله لاره او چاره نوه پریښې.
د یادولو وړ ده چې د فنر روم لویې کلیسا تیره اوونۍ د اوکراین د اورتادوکس کلیسا د روسیې د اورتادوکس د کلیسا نه د جلا کیدو او خپلواکۍ غوښتنه منلې وه .
د اورتاوکس د کلیسا ګانو د ویشلو مسلې پدې وروستیو کې د کلیساګانو ترمنځه اړیکې ډیرې زیاتې خرابې کړي دي.
همداشان د روسیې د اورتادوکس کلیسا د فنر روم د لویې کلیسا لخوا د اوکراین د اورتادوکس کلیسا د جلا کیدو او مستقل کیدو د غوښتنې د منلو له امله ډیره سخته نیوکه کړې وه او سخت غبرګون يي ښودلی وو. روسیې ګواښ کړی وو که چیرې پدې پریکړه بیا کتنه ونشي د لویې کلیسا سره به خپلې اړیکې پرې کړي.
لویې کلیسا د اوکراین غوښتنه ومنله چې د همدې امله روسیې ورسره خپلې اړیکې وشلولې.