روسیه : په سوریه کې د پ ک ک د ډلې د څانګو سره د امریکا مرستو په اړه اندیښمن یو

روسیه : امریکا د سوریې په ختيځ کې د کوردانو د خودمختاره سیمې د جوړولو هڅه کوي

1066571
روسیه : په سوریه کې د پ ک ک د ډلې د څانګو سره د امریکا مرستو په اړه اندیښمن یو

روسیې ویلي دي چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي  د امریکا  متحده ایالتونو نه د ترلاسه کړي  ملاتړ  له امله  د سوریې په ختیځ کې د خودمختاره سیمې د جوړولو هڅې کوي.

د روسیې  د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې  ماریا زخاروف  ویلي دي چې امریکا د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو نه د ملاتړ له امله  نوموړو د سوریې په ختیځ کې د خودمختاره سیمې د جوړولو لپاره نسټونې بډوهلي دي چې  دې خبرې د روسیې جدي اندیښنې پارولي دي.

زخاروف دا څرګندونې  په اونیزې خبري غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې د سوریې په ختیځ کې د فرات نهر ختیځ لوري ته  روان پرمختګونه  د اندیښنې وړ دي. دې مسلې  روسیه  جدي اندیښمنه کړې ده . امریکا  پدې سیمه کې  ددې ترهګرو سره  د اتفاق  په حال کې ده.

هغې زیاته کړه چې  د هیڅ هغه ډول  او ټپلو  چې د سوریې  د اساسي قانون نه په سرغړونه کې په خپل سرو  ادارو  په جوړولو بوخت  دي  دا فعالیتونه به ګټه ونکړي.

دا ډول فعالیتونه به نتیجه ورنکړي.

هغې وویل چې دا ډول اقدام  په سیمه کې  عرب، سوني، ترکمن  او نور قومونه  ډیر ناراحته کړي دي.


پيوندونه: #امریکا , #روسیه , #سوریه

اړوند خبرونه