د سعودي عربستان د تري تم شوي ژورنالست په اړه د ټرمپ نوې څرګندونې
ټرمپ : د لا درکه شوي سعودي ژورنالست مسله زمونږ لپاره ډیره زیاته مهمه ده
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د تري تم شوي سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د مسلې په اړه وویل چې پدې اړه د ترکیې سره د تماس او همکارۍ په حال کې یو.
ټرمپ وویل چې د اکتوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو راهیسې د لا درکه شوي سعودي ژورنالست او د واشنګټن پوست ورځپاڼې خبریال جمال قاشقچي د برخلیک په اړه مو د سعودي عربستان د مشرانو سره خبرې وکړې.
ټرمپ وویل چې د ناڅرګندي یو ډیر بد حالت دی. مونږ د سعودي عربستان د چارواکیو نه د مسلې په اړه د مناسب ځواب انتظار کوو.
هغه وویل چې د جمال قاشقچي مسله ددوې لپاره ډیره مهمه مسله ده او غواړم چې د قاشقچي د نامزادې سره په سپینه ماڼۍ کې وګورم.
هغه وویل چې د قاشقچي د لا درکه کیدو په خاطر باید لا ژورې څیړنې وشي. ځکه چې د سعودي دا ژورنالست په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ننوتو پر مهال عکسونه او ویدیوګانې شتون لري خو د بیرته راوتو په اړه يي هیڅډول نښه او نښانه شتون نلري.
هغه وویل چې پدې مسله کې د ترکیې سره د نږدې نه د تماس او همکارۍ په حال کې یو. د ترکیې سره په ګډه کار کوو او د حقیقت د ترلاسه کولو پورې به ددې مسلې شا پرینږدو.