په کینیا کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.

په کینیا کې د ټرافیکي پیښې له امله په لسګونو تنو ته ژوند دلاسه ورکړ

1065672
په کینیا کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.

 

په کینیا کې د یو مساپروړونکي  بس  د چپه کیدو له امله  لږ تر لږه  ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دیږ

د کینیا پولیسو ویلي دي چې  دا بس  موټر  د پلازمینې نایروبي نه  د کیسومو  ښار پر لورې روان وو چې  د سړک نه ووت  او چپه شو.

پولیسو ویلي دي چې  د بس چلوونکي  د کنټرول د لاسه ورکولو نه وروسته  بس  د سړک نه ووت  او چپه شو.

ویل کیږي په بس کې  ۵۲ تنو سفر کولو. پيښه  د چارشنبې د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده .

د بله پلوه  ځینو ځايي خبري رسنیو بیا د مړو شمیره  ۴۲ تنو ښودلې ده .

ګمان کیږی  چې پدې پيښه کې  ښځو او ماشومانو هم  ژوند  دلاسه ورکړی وي.

د ملګروملتونو روغتیايي سازمان ویلي دي چې کینیا په نړۍ کې  د لارو د امنیت په برخه کې د نړۍ تر ټولو  خراب  هیواد دی.



اړوند خبرونه