امریکا او ناټو سازمان روسیې ته خبرداری ورکړ

امریکا  او ناټو  سازمان په ګډه  روسیې  ته  خبرداری ورکړ.

1062753
امریکا او ناټو سازمان روسیې ته خبرداری ورکړ

 

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع  وزیر جیمز ماتیس  وویل د روسیې لخوا  د منځ واټنه  اټومي  قوتونو د تړون  د اخلال  تحمل  وړ  ندی. که چیرې  دا مسله  په همدې شان دوام وکړي  امریکا مجبوریږي چې  ځواب  ورکړي.

د امریکا د دفاع وزیر  دا څرګندونې  د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې  د ناټو په قرارګاه کې  جوړه شوې  د ناټو سازمان د دفاع د وزیرانو د غونډې نه وروسته  خبري غونډې ته وکړې.

هغه  د روسیې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « روسیه  مجبوره ده چې  د منځ واټنه اټومي قوتونو په تړون عمل وکړي. د  نه عملي کولو په صورت کې امریکا مجبوریږي  چې  ځواب ورکړي. روسیه چې  تل ددې تړون نه سرغړونه کوي  ددې وخت راغلی دی چې  پدې تړون عمل وکړي. »

د بله پلوه  د ناټو سازمان عمومي  سکرتر ینس ستولتنبرګ هم  د مسلې په اړه  څرګندونې وکړې.

هغه وویل د روسیې لخوا د منځ واټنه اټومي قوتونو د تړون نه  سرغړونې په اړه جدي اندیښنه څرګندو. په روسیې په ډیره  جدي توګه  غږ کوو  چې  پدې تړون  عمل وکړي.


پيوندونه: #روسیه , #ناټو , #امریکا

اړوند خبرونه