هند د روسیې سره د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو تړون لاسلیک کړ

هند د امریکا د ګواښونو سره سره د روسیې سره د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه تړون لاسلیک کړ

1062961
هند د روسیې سره د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو تړون لاسلیک کړ

هندوستان  د امریکا متحده ایالتونو  د ټولو ګواښونو  سره سره  د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  سیستم  د رانیولو په خاطر د روسیې سره  تړون لاسلیک کړ.

د ویلو ده چې د روسيې ولسمشر  ولادیمیر پوتین  د رسمي سفر په ترڅ کې نن  هندوستان ته  ورسید.

د هندوستان او روسیې ترمنځه  تړون هم  نوموړي هیواد ته  د روسیې د ولسمشر د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوی دی.

ویل کیږي هندوستان  به  د ۵ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو په بدل کې  د روسیې نه  ۵ عدد د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستمونه  ترلاسه کړي.

هندوستان  پداسې حال کې  د روسیې سره  دا تړون لاسلیک کړ چې تیره ورځ هم  امریکا  دا هیواد  د روسیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو په صورت کې  په بندیزونو ګواښلی وو.

د امریکا  د بهرنیو چارو د وزارت یو تن چارواکي تیره ورځ  د هندي خبري رسنیو ته سره په مرکه کې ویلي وو، امریکا  په پام کې لري چې په هندوستان د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو په صورت کې  سخت بندیزونه ولګوي.

هندوستان بیا د امریکا د ګواښونو په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه