روسیې  سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي توغندیو سیستم  تسلیم کړ.

روسیې سوریې رژیم ته ډیر مهم او پرمختللی دفاعي سیستم ورکړ

1061326
روسیې  سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي توغندیو سیستم  تسلیم کړ.

روسیې  سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي توغندیو سیستم  تسلیم کړ.

دا خبره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وکړه.

هغه وویل چې  روسیې  سوریې ته اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي توغندیو سیستم  تسلیم کړ.

د روسیې  د دفاع وزیر  دا څرګندونې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ  جوړه شوې  د ملي امنیت د شورا غونډې ته وکړې. هغه  په سوریه کې د روسي ځواکونو د امنیت د خوندي ساتلو په خاطر  د نیولو تدابیرو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  پدې چوکاټ کې سورېې ته د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  تسلیم کړ.

هغه زیاته کړه چې د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سره سم  مو  سوریې ته  ۴۹ ډوله بیلا بیل عسکري ماشین الات هم  تسلیم کړل.

د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د روسیې  یوه عسکري چورلکه  د مدیترانې سمندر د پاسه  د سوریې د ځواکونو لخوا په اشتباه کې وویشتل شوه. پدې پيښه کې  ۱۵ تنو روسي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

سره ددې چې  روسیې ددې پیښې پړه پر اسراییلو اچولې وه  چې  ددې پيښې نه وروسته يي  سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللو توغندیو د ورکولو پریکړه وکړه.

د سوریې رژیم  پخوا په کراتو  د روسیې نه د اس ۳۰۰ توغندیو د سیستم  غوښتنه کړې وه چې  روسیې  د ورکولو نه ډډه کړې وه.


پيوندونه: #روسیه , #سوریه , #اس ۳۰۰

اړوند خبرونه