امریکا: د ایران لخوا پر سوریې د توغندیو بریدونه غیرې مسئولانه دي

امریکا : د ایران لخوا پر سوریې د توغندیو بریدونه ایتلافي ځواکونه د خطر سره مخامخوي

1060881
امریکا: د ایران لخوا پر سوریې د توغندیو بریدونه غیرې مسئولانه دي

امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت د ایران لخوا  د سوریې  په خاوره  د بالستیک توغندیو  بریدونه  وغندل  او ددې بریدونو نه يي د عسکري او ملکي هوايي ټرانسپورت لپاره  د ستر تهدید  په توګه یادونه وکړه.

د پنټاګون  ویاند  جګړه  سیان ربیرتسن وویل چې  ایران  تیره شپه  د سوریې په ختیځ کې  په بعضو سیمو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل. دا بریدونه  په سوریه کې د امریکا په مشرۍ  د ایتلاف ته د هیڅډول  خبر ورکولو نه  پرته شوي دي.

هغه زیاته کړه سره ددې چې دې بریدونو  ایتلافي ځواکونو ته کوم  زیان  ندی اړولی خو بیا هم  مونږ يي په اړه تحقیقات کوو.

ځکه چې  دا ډول بې مسئولیته  بریدونه کیدای شي چې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه کوونکي ځواکونه د خطر سره مخامخ کړي.

هغه ویلي دي چې امریکا د سوریې د رژیم سره  د اړیکو د نه شتون له امله  په سیمه کې  د روسیې سره  د کوردیناسیون  مرکز  جوړ دی. خو ایران بیا  پرته  د هر ډول معلوماتو په سیمه  د توغندیو د بریدونو سره  پوځي او ملکي   الوتکو تګ راتګ  د خطر سره مخامخوي.

هغه  زیاته کړه چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف  په سیمه کې  د داعش د پاتو شونو د لمنځه وړو  پوره طاقت او توان لري  ایران باید ددې ډول بې مسئولیته  اقداماتو نه لاس واخلي. ځکه  چې د ایران دا ډول  اقدامات په سیمه کې  ستونزې لا پسې ډیروي.



اړوند خبرونه