د سویډن په تاریخ کې لومړنۍ مسلمانې میرمنې پارلمان ته لار پیدا کړه
په سویډن کې د لومړي ځل لپاره سرپټې مسلمانې میرمن پارلمان ته لار پيدا کړه
پداسې حال کې چې په سویډن کې د یوې نه بلې ورځې ته اسلام دښمني او اسلام فوبیا کچه مخ په لوړیدو ده په نوموړي هیواد کې د لومړي ځل لپاره یوې سرپټې مسلمانه میرمن د پارلمان د وکیلې په توګه وټاکل شوه.
د لیلا علي المي په نامه سومالیا الاصله مسلمانه میرمن د زغورن ګوند نه د سویډن پارلمان ته لار پیدا کړه. ویل کیږي نوموړې د سویډن په تاریخ کې لومړنۍ سرپټۍ مسلمانه میرمن ده چې پارلمان ته لار پیدا کوي.
د ویلو ده چې میرمن لیلا چې د ټاکنو نه مخکې کوم ځانګړی شهرت هم نه درلود د زرغون ګوند لخوا په ۲۱ م کتار کې د پارلمان ته نومانده اعلان شوې وه. نوموړې بیا د نورو نوماندانو په پرتله د لا زیاتو رایو ترلاسه کولو سره پارلمان ته لار پیدا کړه.
ویل کیږي نوموړې د ۱۴۶۱ رایو په ترلاسه کولو سره پارلمان ته لار پیدا کړې ده . نوموړې د سویډن د ګوتيبرګ د ښار د استازې په توګه نومانده شوې وه. پدې سیمه کې ډیری افریقايي الاصله سویډنیان ژوند کوي.
سومالي الاصله لیلا په ۲۰۱۴ کال کې په ټاکنو کې د ګوتیبرګ ښار اړوند د انګرید د ښاروالۍ شورا ته لار موندلې وه. هغه خپل سیاسي کریر پدې شورا کې په کار کولو پیل کړ.
د ویلو ده چې په سویډن کې زرغون ګوند د څلورم لوی ګوند په توګه پارلمان ته لار پیدا کړه.
دې ګوند په وروستیو ټاکنو کې په پارلمان کې ۲۵ څوکۍ ترلاسه کړې .
په سویډن کې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۹ مه نیټه په ترسره شوو ټاکنو کې د سویډن ډیموکراټ ګوند د ۱۷ عشاریه ۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ستر بری ترلاسه کړی وو.
دا ګوند په هیواد کې د بهرنیانو پر خلاف د دښمنۍ سره شهرت لري.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.