په چین کې یو تن په لسګونو تنه د موټر لاندې کړي دي.
په چین کې په عام وګړو د مرټر پر مټ خونړی برید شوی
1048508
د چین د هونان په ایالت کې یو تن برید کوونکي د ښار په میدان کې په ګڼه ګوڼې موټر ځغلولی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۹ تنه مړه او ۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاد شوي ایالت پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکی نیول شوی دی.
برید کوونکی ۵۴ کاله عمر لري او قوي جرمي سابقه هم لري. برید کوونکي ددینه وړاندې په قصدي ډول د اور اچولو او ډول ډول بریدونو په تور بند تیر کړی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي SUV ډوله موټر د خلکو د پاسه ځغلولی دی.
پولیسو ویلي دي چې د برید په اړه تحقیقات پیل شوي دي. دا لا معلومه نده چې دا پیښه د ترهګرۍ سره کوم تړاو لري او که نه.