د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د نړۍ ګواښلو ته  دوام  ورکوي.

ټرمپ  د سوداګرۍ نړۍوال سازمان نه د امریکا د ویستو ګواښ وکړ.

1040484
د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د نړۍ ګواښلو ته  دوام  ورکوي.

 

هغه دا خبره  د بلامبرګ نیوز سره  په مرکه کې وکړه. هغه وویل چې  د سوداګرۍ نړۍوال سازمان باید د امریکا سره  ډیر ښه چلند او معامله وکړي.

هغه ګواښ وکړ که چیرې  د سوداګرۍ نړۍوال سازمان  سم  نشي  او پر دوی فشارونو ته دوام  ورکړي په نوموړي سازمان کې به د امریکا غړیتوب  فسخه کړي.

امریکا به د نوموړي سازمان نه  وباسي.

ټرمپ  تیره میاشت په خپله یوه مرکه کې  ویلي وو چې د سوداګرۍ نړۍوال سازمان د لسګونو کلونو راهیسې  د امریکا سره  ډیره بده معامله کوي چې دې خبرې هیواد زیانمن کړی دی. هغه ویلي وو چې د سوداګرۍ د نړۍوال سازمان  د فعالیتونونو په بڼه کې باید تغیرات  راوستل شي.

د بله پلوه  د سوداګرۍ په نړۍوال سازمان کې د امریکا ځانګړي استازي  رابیرت لایټزر ویلي وو چې  په ۲۰۰۱ کال کې  د سوداګرۍ نړۍوال سازمان لخوا چین ته د غړیتوب ورکول  یوه ډیره  ستره اشتباء وه.

متحصصین وايي چې  د امریکا لخوا  د سوداګرۍ د نړۍوال سازمان نه د وتو پریکړه به د نړۍ  اقتصاد د جدي ستونزو سره  مخامخ کړي. هغوې وايي چې امریکا   د نړۍوال ازاد تجارت  د لارښودانو نه دی. د امریکا دا ډول پریکړه به ډیرې زیاتې ستونزې رامنځته کړي.



اړوند خبرونه