په امریکا متحده ایالتونو کې په یو تفریحي مرکز وسله وال برید وشو.
په فلوریدا کې په تفریحي مرکز خونړی برید وشو
1037994
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د امریکا د فلوریدا په ایالت کې یو تن برید کوونکي په یو تفریحي مرکز وسله وال برید وکړ. پيښه د جکسن ویلا په ښار کې رامنځته شوې ده .
په پيښه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د فلوریدا د ایالت امنیتي مقاماتو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي په یو تفریحي مرکز چې د ویدیوګیم سیالۍ پکې دوام درلود برید وکړ.
په پيښه کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې برید کوونکي په تفریحي مرکز کې په لوبو بوختو کسانو ډزې وکړې چې وروسته بیا د پولیسو لخوا ووژل شو.