چین  د امریکا متحده ایالتونو استخباراتو ته ستر ګوزار ورکړ.

چین په خپل هیواد کې په لسګونو تنه امریکايي جاسوسان افشا کړل

1034043
چین  د امریکا متحده ایالتونو استخباراتو ته ستر ګوزار ورکړ.

 

چین  په نوموړي هیواد کې د امریکا  په لسګونو تنه  جاسوسان چې د کلونو کلونو راهیسې  فعالیت کولو  او هر پلو ته  ریښې ځغلولې  وې  د افشا کولو نه وروسته  ټول  اعدام  کړل.

دا خبره  د امریکا د استخباراتو یو تن چارواکي  د فورین پالیسي  مجلې سره په مرکه کې کړې ده .

د امریکا د استخباراتو یو تن چارواکي چې نه يي غوښتل نوم يی واخیستل شي  د فورین پالیسي مجلې ته ویلي دي چې  چین  ددوې  لږ تر لږه  ۳۰ تنه جاسوسان اعدام کړي دي.

نوموړي چارواکي ویلي دي چې چین  په یو ډول  پدې هیواد کې ددوې استخباراتي شبکې ته خپل جاسوس  داخل کړی وو چې  وروسته  ددوې ټول جاسوسان يي  افشا کړي وو.

هغه ویلي دي چې د امریکا  د فدرال تحقیقاتو ادارې  اف بي ای  د مسلې په اړه څیړنې پیل کړي دي.

سرچینې ویلي دي چې  چین  د امریکا د استخباراتو یو تن پخوانی  کارکوونکی ژیري چون شینګ لي  ته  د ډیرو زیاتو پیسو په ورکولو سره  د جاسوسۍ په خاطر  بیرته د امریکايي  جاسوسانو  منځ ته ننه ویستی  وو.

سرچینې ویلي دي چې  چین ددې کار سره  په نوموړي هیواد کې د امریکا استخباراتي شبکې ته  چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې ډیر ښه فعالیت کولو  ستره ضربه  وارده کړې ده .



اړوند خبرونه