په ایټالیا کې د یو ستر هوايي پل د نړیدو د فاجعې له امله د مړو شمیره لوړه شوه.
د ویلو ده چې تیره ورځ د ایټالیا د جینوا په ښار کې یو ډیر ستر هوايي پل د پاسه يي په لسګونو موټرې د حرکت په حال کې وې راچپه شو.
د پل لویه برخه ونړیده او په کورونو وغورځیده. پدې فاجعه کې تر اوسه پورې ۳۸ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.
د پیښې نه وروسته په سلګونو تنه د ژغورنې پرسونل د پیښې سیمې ته واستول شو.
د ژغورنې ډلې د ۴ تنو د ژوندي ژغورولو نه خبر ورکړی دی. په سیمه کې پلټنې دوام لري.
ویل کیږي پدې پیښه کې ځینو کسانو په خپلو کورونو کې چې پل پرې راچپه شوی وو ژوند د لاسه ورکړی او ځینو کسانو هم په موټرو کې چې د پله نه د تیریدو په حال کې وو لاندې د غورځیدو او د پل د ډیر سترو سترو سمنټي بلاکونو او پارچو د لاندې کیدو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایټالیا د ژغورنې ډلو ویلي دي چې پدې پیښه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي او ۱۰ تنه نور لا درکه دي.
د ایټالیا د ټرانسپورت وزیر ویلي کیدای شي چې پل د ساختماني ستونزو له امله چپه شوی وي خو پدې پیښه کې د قوي توپان او زورورو بارانونو په رول باندې هم باید سترګې پټې نشي.
د ایټالیا د لویو لارو متخصصیو د پل په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
همداشان ځینو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې پل د اسماني تندر د غورځیدو نه وروسته چپه شو. هغوې په پل د اسماني تندر د غورځیدو ادعا کوي.
د ویلو ده دا پل چې په ۱۹۶۰ کال کې جوړ شوی دی په ۲۰۱۶ کال کې له سره ورغول شو او ځینې برخې لا قوي کړی شوې.