روسیې د امریکا متحده ایالتونو د نوو تحریمونو په اړه سخت غبرګون وښود.
روسیه : ددینه وروسته به په نړۍوال تجارت کې د ډالر پر ځای یورو او د چین یوان نه استفاده وکړو
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال او د ماليې وزیر انتون سیلوانوف وویل چې امریکايي ډالر په نړۍوال تجارت کې په یو ډیر خطرناکه الې بدل شوي دي.
روسیې په امریکا کې د پانګه اچونو او سرمایې کچه ډیره زیاته راټیټه کړې او راټیټولو ته دوام ورکوي.
هغه وویل چې ددینه وروسته به په نړۍوال تجارت کې د ډالرو پر ځای ډیره حده یورو او د چین یوان ته ترجیح ورکړي.
د چین د لومړي وزیر مرستیال او د مالیې وزیر دا څرګندونې د رشیا یو تلویزیوني کانال سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې روسیه به د امریکا لخوا پرې د لګیدولو نوو تحریمونو له امله تر ډیره حده د ډالرو کارولو ته د پای ټکی کیږدي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه به په نوموړي هیواد کې پر امریکايي شرکتونو تحریمونه وضع کړي او که نه ؟ وویل ، داسې کوم پلان په نظر کې نلري ځکه چې پدې شرکتونو کې ډير زیات روسان کار کوي. دا شرکتونه د روسانو د استخدام په برخه کې ډیره مهمه ونډه لري.
هغه زیاته کړه چې غواړي چې ددینه وروسته د تیلو په تجارت کې ملي پیسو راکړې ورکړې ته مخه وکړي. هغه وویل چې د امریکا دا تحریمونه به پخپله په امریکا منفي اغیزې وکړي.
د بله پلوه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تیره ورځ ویلي وو چې ترکیه، چین، روسیه، ایران او اوکراین په څیر هیوادونه هڅه کوي چې په خپلو منځونو کې په تجارت کې د ډالرو پر ځای د خپلو ملي پیسو نه کار واخلي.
پدې پلان کار روان دی.