په کاناډا کې وسله وال برید شوی

په کاناډا کې  پولیسو  د نیوبرونسویک  ایالت په مرکز  فردریکتون  کې د وسله وال برید نه  خبر ورکړی دی.

1029916
په کاناډا کې وسله وال برید شوی

 

د نیوبرونسویک  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه  نن د سهار د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې  رامنځته شوه.

په ډزو کې  لږ تر لږه  ۴ تنه  وژل شوي دي.

پولیسو  د سیمې د خلکو نه غوښتي دي چې د کورونو نه  راونه وځي او خپلې دروازې  تړلې وساتي.

پولیسو ویلي دي چې د پیښې لامل  معلوم  ندی  څیړونکې ډلې  سیمې ته رسیدلي دي.



اړوند خبرونه