امریکا متحده ایالتونه پر روسیې نوو بندیزونو لګولو ته تیاری نیسي.
په امریکا کې جمهوریت پلوه او ډیموکراټ سناتورانو پر روسیې د لا سختو بندیزونو د لګولو په خاطر کانګرس ته د قانون مسوده وړاندې کړه.
نوموړو سناتورانو ویلي دي چې پر روسیې باید د امریکا په ټاکنو کې د پراخه مداخلې، په سوریه کې د بدو اغیزو، په کریمیا کې برید ګر چلند او نورو فعالیتونو له امله باید پرې لا سخت بندیزونه ولګول شي.
نوموړو ویلي دي چې په روسیې لګیدلي موجود بندیزونه په امریکا کې د ۲۰۱۸ کال د کانګرس لپاره غوراوي په ټاکنو کې د مداخلې د مخنیوي په خاطر کافي ندي.
پدې مسوده کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په نږدې کسانو ، سیاسي څیرو او بعضو کورنیو د بندیز لګولو غوښتنه شوې ده .
د ډیموکرات ګوند سناتورانو ویلي دي چې پوتین زمونږ هیواد او متفقینو ته هره ورځ په لا لوی تهدید بدلیږي. سره ددې چې کانګرس تیر کال د غوڅ اکثریت سره د روسیې په مقابل کې ډیر جدي تدابیر تصویب کړي وو خو له بده مرغه چې عمل پرې ندی شوې. حتا د کرملین پیچونه يي لا پسې ټینګ کړل.
همداشان د قانون دا مسوده پداسې حال کې کانګرس ته وړاندې کیږي چې تیره ورځ فیسبوک په امریکا کې د ټولټاکنو نه مخکې د بعضو هغه روس پلوه جعلي حسابونو چې غلط تبلیغات به يي کول او خبرونه به يي خپرول تثبیت او تړولو نه خبر ورکړ.
د ویلو ده چې د کانګرس لخوا د نوموړې مسودې د تصویبیدو په صورت کې د نافذیدو په خاطر د مشرانو جرګې تصویب او ولسمشر ټرمپ لاسلیک ته هم اړتیا لري.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.