په ویتنام کې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د ویتنام د هوايي ځواکونو اړوند جنګي الوتکې د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط وکړ. په پيښه کې دوو تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
په ویتنام کې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د ویتنام د هوايي ځواکونو اړوند جنګي الوتکې د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط وکړ. په پيښه کې دوو تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې سو ۲۲ ډوله جنګي الوتکه د نوموړي پلازمینې د پلازمینې سویل لوري ته په ۳۰۰ کیلومترۍ کې د ناګهي ان د ایالت په غرنیزه سیمه کې غورځیدلې ده .
ویل کیږي الوتکې د ساو وانګ د هوايي ډګر نه د الوتنې نه لنډه موده وروسته سقوط وکړ. په الوتکه کې یو تن پیلوټ او یو هم د پیلوټ مرستیال شتون درلود چې دواړو ژوند دلاسه ورکړی دی.
چارواکو ویلي دي چې د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی خو کیدای شي چې د موسمي بارانونو په پایله کې د هوا د خرابوالي له امله غورځیدلي وي.
د ویلو ده چې په ویتنام کې په ۲۰۱۶ کال کې څلور ځله جنګي الوتکو سقوط کړی وو چې له امله يي ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی و.