د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  بالاخره خپله  خبره عملي کړه.

امریکا  د نن نه په اعتبار سره  د چین نه  په راوریدونکو توکو  مالیه  رسمآ لوړه کړه.

1006699
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  بالاخره خپله  خبره عملي کړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  بالاخره خپله  خبره عملي کړه.

امریکا  د نن نه په اعتبار سره  د چین نه  په راوریدونکو توکو  مالیه  رسمآ لوړه کړه.

ویل کیږي  امریکا د چین سره  تجاري جګړه رسمآ پیل کړه. د ټرمپ لخوا د چین نه په راوریدونکو  ۸۱۸ قلم اجناسو  باندې  نن  شپه د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره  ۲۵ سلنه مالیه لوړه شوه.

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  ویلي دي د تکنالوژۍ د غلا  او بې عدالته تجارت  د مخنیوي په خاطر  د چین نه په راواریدونکو توکو ۲۵ سلنه مالیه لوړه کړه. د امریکا د ولسمشر لخوا پدې اړه  لاسلیک شوی  فرمان  د نن شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره نافذ شو.

ټرمپ  د چین نه په راواریدونکو ۸۱۸ قلمو اجناسو  مالیه لوړه کړې ده . پدې توکو کې دفاعي  او هوايي  صنایع هم شتون لري.

سپیڼې ماڼۍ ویلي دي چې  د روانې میاشتې په دریمه  اوونۍ کې  په ۳۰۰ قلمه نورو چینیايي اجناسو  هم  مالیه  ۲۵ سلنه لوړه شي .

د بله پلوه  تمه کیږي چې  چین هم  د امریکا ددې پریکړې په غبرګون کې د نن شپې نه په اعتبار سره  په امریکايي توکو مالیه  لوړه کړي.

د چین د سوداګرۍ د وزارت ویاند  ګاو فینګ  تیره ورځ خبري رسنیو ته وویل چې  امریکا په ځانګړې توګه  د چین په تکنالوژیکو توکو ۲۵ سلنه مالیه  لوړه کړې وه چې  دا اقدام  نن  شپه  عملي شو. هغه وویل چې چین به هیڅوخت پدې برخه کې لومړی ګام اوچت نکړي  خو د امریکا لخوا د چینیايي توکو نه  د اضافه مالیې د اخیستو د شیبې نه په اعتبار سره چین هم  ورته  ګامونه اوچت کړي  او د امریکايي توکو نه به د اضافه مالیې په اخیستو پیل وکړي.

د بله پلوه  د نړۍ تجاري متخصصین وايي که چیرې  امریکا  او چین  د یو بل په مقابل کې  د ورته ګامونو اوچتولو ته دوام  ورکړي  دا به  په نړۍ ډیرې  بدې اغیزې وکړي.  


پيوندونه: #امریکا , #چین , #مالیه

اړوند خبرونه