په بلجیم کې په یوې ځوانې مسلمانې پیغلې برید شوی

په بلجیم کې دوو تنو اسلام دښمنه  افراطیانو  په یوې ۱۹ کلنې مسلمانې پيغلې  برید وکړ  او په وجود يي ورته  په چړې  د مسیحیانو سمبول  صلیب  رسم کړ.

1005735
په بلجیم کې په یوې ځوانې مسلمانې پیغلې برید شوی

 په بلجیم کې دوو تنو اسلام دښمنه  افراطیانو  په یوې ۱۹ کلنې مسلمانې پيغلې  برید وکړ  او په وجود يي ورته  په چړې  د مسیحیانو سمبول  صلیب  رسم کړ.

دا پیښه  د بلجیم  د اندرلویس په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د بلجیم رسمي خبري اژانس د بیلګا ښار د امنیې قومندانۍ د چارواکیو له قوله لیکلي دي چې د پلازمینې  بروکسل سویل لوري ته په ۶۰ کیلومترۍ کې  پرته د اندرلویس په کلي  کې د دوو تنو لخوا په یوې مسلمانې پیغلې فیزیکي  برید شوی دی.

برید کوونکو  لومړی  د مسلمانې پیغلې  لاره ونیوله او وروسته يي پرې  فیزیکي برید وکړ. برید کوونکو د مسلمانې نجلۍ  د زړوکي  او حجاب  د شلولو  هڅه کړې ده .

همداشان  برید کوونکو  یاده شوې مسلمانه پیغله په وهلو وهلو غورځولې وه  او ورته يي  سپکې او سپورې خبرې هم کړي دي.

د برید کوونکو نه یو تن د یو چاقو یا چړې په واسطه  د پیغلې نجلۍ  د وجود په څو ځایونو باندې  د مسیحیانو سمبول صلیب  رسم کړی دی.

برید کوونکو د پیغلۍ نجلۍ  د وجود  څو برخې  د چاقو سره  ټپي کړي دي.

برید کوونکي  د برید نه وروسته تښتیدلي دي.

د بله پلوه  د بلجیم د مساوي حقوقو د مرکز ویاند  ویلي دي چې  په لوی ګمان سره  چې  په  پیغلې نجلۍ  ترسره شوی  دا برید  اسلام فوبیک  برید وي خو پدې اړه وروسته  پریکړه  څارنوالي کوي.

یاد شوي مرکز ویلي دي چې د څارنوالۍ لخوا د تایید نه وروسته  به  د متضررې  کورنۍ سره  وګوري.

د یاد شوي مرکز  ویاند ویلي دي چې  په ځانګړې توګه  په فرانسه او بلجیم کې د ترهګریزو بریدونو نه وروسته  د اسلام فوبیا  کچه لوړه شوې ده . هغه ویلي پداسې حال کې چې  په فرانسه او بلجیم کې د ترهګریزو بریدونو نه مخکې به  په میاشت کې  د یوه نیمه  داسې پیښه رامنځته کیده خو  اوس مهال  په اوسط ډول په میاشت کې ۵ پيښې رامنځته کیږي. د اسلام فوبیا بریدونو  بڼه هم  په تلو تلو کې مخ په بدلیدو ته  چې هر څه ژر باید ددې بریدونو مخه ونیول شي.

د بله پلوه د بلجیم په پارلمان وکیلې او د اسلام فوبیا پر وړاندې د مبارزې د ټولنې  موسسې  ماه نور اوزدیمیر  ویلي دي: په بلجیم کې ددینه وړاندې هم  اسلام فوبیک  بریدونه  رامنځته کیدل خو د لومړي ځل لپاره د داسو پيښو شاهدي کوي.

هغې ویلي دي چې دیته برید نه بلکې باید د جنایت  کلمه وکاروو. ځکه چې دا رسمآ جنایت  دی . که چیرې هر څه ژر  تدابیر ونه نیول شي  وروسته به بیا ددې ډول بریدونو  مخنیوی  ناممکنه شي.

هغې ویلي دي چې حکومت او رسنیو دې پيښې ته  د یوې ډیرې عادي پيښې په توګه انعکاس ورکړی چې د همدې امله هیچا يی په اړه  لازم غبرګون ندی ښودلی .



اړوند خبرونه