په نوې ډیلۍ کې په یو کور کې د ۱۱ تنو مړي وموندل شول

د هندوستان په پلازمینه نوې ډیلۍ کې  په یو کور کې د ۱۱ تنو مړي  چې ځانونه يی ځړولي وو  موندل شوي دي.

1003877
په نوې ډیلۍ کې په یو کور کې د ۱۱ تنو مړي وموندل شول

د هندوستان په پلازمینه نوې ډیلۍ کې  په یو کور کې د ۱۱ تنو مړي  چې ځانونه يی ځړولي وو  موندل شوي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نوموړي  کسان  د یوې کورنۍ غړي دي.

پولیسو ویلي دي چې  په یو کور کې  د ۱۱ تنو مړي موندلي دي چې  ټولو ځانونه  ځړولي وو.

پولیسو ویلي دي چې  پدې کور کې  یو لیک موندلی دی چې پکې لیکل شوي دي ، نوموړي کسان پدې باور وو که چیرې ځانونه  وځړوي   خوبیا هم  پر دوی څه نه کیږي.

پولیسو ویلي دي چې په موندل شوي لیک کې  د خودکشۍ  ټول مراحل  یو یو لیکل شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې دا پیښه  د پلازمینې ډیلۍ په یو کلي کې رامنځته شوې ده . دا مړي  پداسې حال کې وموندل شول چې  سټرګې او لاسونه تړل شوي وو.

پولیسو ویلي دي چې  د نوموړو ۱۱ تنو  نه  ۱۰ تنو ځانونه ځړولي وو  او یوې  ښځې  چې ۷۷ کاله عمر لري  په بل ډول  ځان وژنه کړې ده .

د نوموړو ۱۱ تنو نه دوه تنه ماشومان  دي.



اړوند خبرونه