د امریکا متحده ایالتونو د آیداهو په ایالت کې په کډوالو د چړې برید وشو.
په امریکا کې پر کدوال خونړی برید وشو
د امریکا متحده ایالتونو د آیداهو په ایالت کې په کډوالو د چړې برید وشو.
د امریکا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پیښه آیداهو ایالت د بویز په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د بویز د سیمې د پولیسو مشر ویلیم بونیز خبري رسنیو ته ویلي دي د عراق، سوریې او ایتوپیا د هیوادونو کډوال چې په یاد شوي ښار کې میشت دي د یو تن درې کلن ماشوم د زوکړې د ورځې د لمانځلو په موخه سره راټول شوي وو چې د چړې برید پرې شوی .
د پولیسو مشر ویلي دي چې برید کوونکی د کډوالو کور ته د ننوتو سره په هغوې د چړې برید کړی دی. پدې پيښه کې لږ تر لږه ۹ تنه ټپيان شوي دي. د پیښې ټپیانو ډیری ماشومان دي.
ویل کیږي د ټپیانو نه د ۴ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. د پيښې قربانیان د ۳ او ۱۲ کلونو ترمنځه دي.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی نیولی دی.
پولیسو په وینا برید کوونکی هم د کډوالو سره په عینې ودانۍ کې ژوند کولو . برید د یو تن ۳۰کلن امریکايي تیمي ارال کینر لخوا شوی دی.
برید کوونکی د پولیسو سره جرمي سابقه هم لري.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا د کډوالو پر خلاف د څرګندونو له امله د کډوالو پر خلاف د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده .