په امریکا کې د پوهنتون ترڅنګ وسله وال برید شوی دی

د امریکا  متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې  د پوهنتون  ترڅنګ  په وسله وال برید کې  ۶ تنو ته  مرګ ژوبله واوښته.

994752
په امریکا کې د پوهنتون ترڅنګ وسله وال برید شوی دی

د امریکا  متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې  د پوهنتون  ترڅنګ  په وسله وال برید کې  ۶ تنو ته  مرګ ژوبله واوښته.

د شیکاګو پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د یو موټر نه  د ایلینوی د پوهنتون  ترڅنګ  په خلکو  وسله وال برید شوی دی چې په ترڅ کې یو تن مړ او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې پيښه په ځايي وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۴۵ دقیقو رامنځته شوې ده .

په پيښه کې یوې میرمنې ژوند د لاسه ورکړی  او پنځه تنه نور ټپيان شوي چې د یو تن روغتیايي حالت يي  باریکه دی.

پولیسو ویلي دي چې  د پیښې ټپيان  نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت يي  د اندیښنې وړ دی.

پولیسو ویلي دي چې  برید کوونکي د پيښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي او د نیولو په خاطر يي  پلټنې دوام لري.

پولیسو ویلي دي چې  تر اوسه پورې د برید انګیزه معلومه نده. پدې نه پوهیږي چې دا برید دا برید  ولې شوی دی. خو ګمان کیږي چې دا پيښه جنايي پیښه وي . برید د یوې جرمي ډلې لخوا شوی وي.



اړوند خبرونه