د ازبکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  د کمکي اختر په مناسبت  بښنه اعلان شوه.

د ازبکستان د ولسمشر لخوا تاریخي پریکړه

991645
د ازبکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  د کمکي اختر په مناسبت  بښنه اعلان شوه.

د ازبکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  د کمکي اختر په مناسبت  بښنه اعلان شوه.

د ازبکستان  ولسمشر  شوکت میرضیایوف  د هیواد په تاریخ کې  یو بې ساری ګام  اوچت کړ. هغه د یو ځانګړي فرمان په صادرولو سره  د اختر په مناسبت  د ۲۲۶ تنه زندانیانو د خوشې کولو امر وکړ.

د ازبکستان ولسمشر د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  زندانیان  خوشې کوي. ویل کیږي  ددې فرمان له مخې به ۲۲۶ تنه چې  زندانیان  چې  ترسره کړو جرمونو له امله  يي ډیره زیاته پښیماني  ښودلې ته  خوشې شي.

د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې  به ۱۰۲ تنه زندانیان پرته د قید او شرطه خوشې کیږي، ۷۱ تنه زندانیان  په مشروع ډول خوشې کیږي، د ۳۹ تنو  زندانیانو  جزا په بل ډول جزاګانو  بدلیږي  او خوشې کیږي  او د ۱۴ تنو  بندیانو  د بند موده  لنډیږي.

د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د خوشې کیدونکو زندانیانو نه ۴۰ تنه  د ۶۰ کلونو د عمر نه د لوړ عمر خاوندان دي، ۳۹ تنه بهرني وګړي دي، ۳۷ ښځې دي او ۵۱ تنه يي د غیرې قانوني  سازمانونو او ډلو  غړي دي.

د ازبکستان ولسمشر  پدې فرمان کې  دولتي اداراتو ته  د ټولنې سره زندانیانو سازګارۍ  په خاطر  د نوموړو سره  د لازمو مرستو کولو او کاري فرصتونو د برابرولو هدایت کړی دی.



اړوند خبرونه