اسراییلو ته یو ګوزار هم د فوټبال په ډګر کې ورکړ شو
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې د اسراییلو د فوټبال د ملي لوبډلې سره پلان کړې دوستانه لوبه لغوه کړه.
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې د اسراییلو د فوټبال د ملي لوبډلې سره پلان کړې دوستانه لوبه لغوه کړه.
د فلسطین د خلکو مبارزې او قوي ارادې نتیجه ورکړه.
د ارجنټاین د فوټبال فدراسیون د فلسطین او نړۍوالې ټولنې د سختو غبرګونو له امله د جون په نهمه نیټه د اسراییلو د فوټبال د لوبډلې سره پلان کړې دوستانه لوبه لغوه کړه. ارجنټاین فوټبال فدراسیون پدې اړه د اسراییلو د فوټبال فدراسیون ته په رسمي توګه خبر ورکړ.
د ارجنټاین د ملي لوبډلې مشر جورګې سامپاولي ویلي دي چې د پيل نه يي ددې لوبې مخالف وو. هغه ویلي دي چې لوبغاړو هم دې لوبې ته هیڅ خوښه نوه.
د ارجنټاین د فوټبال د ملي لوبډلې یو تن ټکړه لوبغاړي ګونزالو هیګواین د اسراییلو د لوبډلې سره د لوبې د لغوه کولو اړوند د یو تلویزیون سره په مرکه کې وویل « ددې لوبې لغوه کیدل په اصل کې زمونږ د ټولنې په ګټه یوه پریکړه وه. بالاخره مو سمه پریکړه وکړه. اسراییلو ته د نه تګ له امله خوښ یو.ډیره پر ځای پریکړه ده.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو دا سیالي په بیت المقدس کې پلان کړې وه. فلسطین خلکو ویل چې اسراییلو حکومت د فوټبال نه هم د سیاسي الې په توګه استفاده کوي. نوموړو ویل چې اسراییلو حکومت غواړي ددې ډول اقداماتو او سیالیو سره بیت المقدس د خپل پلازمینې په توګه په نورو تحمیل کړي. پدې اړه خپلو هلو ځلو ته مشروعیت ورکړي.
د فلسطین خلکو ددې سیالۍ د لغوه کولو په خاطر ډیره زیاته مبارزه وکړه. فلسطینیانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ارجنټاین د سفارت خانو په مخکې مظاهرې وکړې.
په فلسطین کې په لویدیځ تراړه کې هم د ارجنټاین د قونسلګرۍ په مخکې مظاهره شوې وې.
د ویلو ده چې د اسراییلو د فوټبال د لوبډلې ټولو غړو او په ځانګړې توګه د نړۍ په کچه مشهور لوبغالي لیون میسي ویلي وو « نه غواړي چې د اسراییلو د اشغال د تور مخ د سپینولو په خاطر د سیاسي الې په توګه وکارول شي. »
میسي پدې لوبه کې د ګډون نه ډډه کړې وه.