د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې  نښتې  او وژنې دوام لري.

په کشمیر کې د تیرو ۲۰ ورځو په دننه کې نږدې ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

987242
د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې  نښتې  او وژنې دوام لري.

د هندوستان تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې  نښتې  او وژنې دوام لري.

د ویلو ده چې په کشمیر کې  په تیرو ۳ اونیو کې  په نښتو او تاوتریخوالي کې  لږ تر لږه  ۳۶ تنه وژل شوي  او تر ۴۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.

د  د ایکونمومیک ټایمز  ورځپاڼې  پدې اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې په جمو کشمیر کې  نښتې او جګړې د ټول شدت سره  دوام لري.

په خبر کې راغلي دي چې په کشمیر کې د تیرو ۳ اونیو په ترڅ کې  لږ تر لږه ۳۶ تنه وژل شوي  او په لسګونو تنه  نور ټپيان شوي دي.

ورځپاڼې  لیکلي دي چې په کشمیر کې د تیرو شلو ورځو په دننه کې  ۱۶ تنه کشمیري پاڅون کوونکي، لس تنه ملکي وګړي او لس تنه هم  هندي سرتیري  وژل شوي دي.

همداشان  پدې موده کې په سیمه کې  ۱۵ د لاسي بمونو بریدونه شوي چې په ترڅ کې لږ  تر لږه  ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د هند  د دفاع وزارت  پاکستان ته  یو ځل بیا خبرداری ورکړ.

د هند د دفاع وزارت ویلي دي که چیرې  پاکستان  ددوې د پوڅ په مقابل کې  د تحریک امیزه  او پارونکو اقداماتو ته دوام  ورکړي  دوی به هم  متقابل  ځواب ورکړي.

دفاع وزارت ویلي دي چې  د هندوستان وسله وال پوځ  د هیواد د امنیت ساتلو دنده لري.

د ویلو ده چې  هند او پاکستان  تیره اوونۍ  په ۲۰۰۳ کال کې لاسلیک کړی  د اوربند تړون  د عملي کولو  ژمنه وکړه چې  ۴ ورځې وروسته  بیا  د دواړو  هیوادونو د پوله ساتو ترمنځه  د نښتې په ترڅ کې  اوربند مات شو.

هندوستان ادعا کوي چې  اوربند  د پاکستان له  لورې مات شوی دی.



اړوند خبرونه