د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  د لویدیځ  پر خلاف  ډیر مهم  ګام اوچت کړ.

د روسیې ولسمشر په امریکا او لویدیځۍ نړۍ د بندیزونو د لګولو په خاطر قانون توشیح کړ

985858
د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  د لویدیځ  پر خلاف  ډیر مهم  ګام اوچت کړ.

د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  د لویدیځ  پر خلاف  ډیر مهم  ګام اوچت کړ.

ولادیمیر پوتین  هغه  قانون  چې له مخې  د لویديځ لخوا پر روسیې  د لګیدولو او لګیدونکو ټولو  تحریمو او بندیزونو  په ځواب کې پر لویدیځ متقابل تحریمونه او بندیزونه لګوي  توشیح کړ.

روسیې ویلي دي چې په سر کې امریکا او په ټولو  لویدیځوالو هیوادونو نه  پر دوی د بندیزونو لګولي وي  متقابل  سخت بندیزونه ولګوي.

په همدې چوکاټ کې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین « د امریکا  او نورو دولتونو د غیرې دوستانه  فعالیتونو پر خلاف تدابیر »  تر نامه  لاندې  قانون  لاسلیک کړ.

ددې قانون له مخې به  په سر کې په  امریکا  او نورو  لویدیځوالو هیوادونو چې پر روسیې  بندیزونه لګولي وي او یا يي د لګولو هڅه وکړي  بالمقابل   بندیزونه ولګول شي. همداشان ددې هیوادونو سره  به نړۍواله همکاري  پرې شي.

دا قانون په امریکايی شرکتونونو د املاکو  او تکنالوژۍ په برخه کې  په یو زیات شمیر برخو کې  محدودیتونه  وضع کوي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا د خزانې  وزارت  د روان میلادي کال  د اپریل په ۶ مه نیټه  په ۷  د روسیې  د  ۷ تنه  مشهور  او د نفوذ خاوندان ، ددوې  اړوند ۱۲ شرکتونه  او ۱۷ تنه  روسي  مقاماتو نومونه  په تور لست کې شامل کړل.

روسیې ویلي دي چې ددېنه وروسته به د امریکا او لویدیځې نړۍ د هر ګام پر وړانډې متقابل ګام اوچت کړي.    



اړوند خبرونه