د ګونډتون د پېسو لپاره يې د خپلې مور جسد ساتلى!
په هند كې ۶ تنو اولادونو د خپلې ۷۰ كلنې مړې شوې مور جسد ددې لپاره پټ كړى و چې ددې مور د ګونډتون معاش له دولته پرې واخلي.
979255
ددې هېواد اوتارپراديش په ايالت كې يوه ښځه چې مېړه يې ۱۰ كاله وړاندې مړ شوى و، دولت ورته هره مياشت د كونډتون تقريباً ۲۳۴ ډالره معاش وركولو. ددې ښځې تر مړينې وروسته اولادونو يې د خپلې مور د معاش د اخيستلو په موخه مړى په كور كې ساتلى و. د مړي د خرابېدلو د مخنيوي لپاره يې ځانګړي كېمياوي مواد پرې وهلي و.
د پوليسو د معلوماتو پر اساس ددې كورنۍ مور ۴ مياشتې مخكې مړه شوې وه خو د معاش لپاره يې اولادونو جسد ساتلى و.
ويل كيږي چې اولادونو به يې هره مياشت د مور معاش اخيستلو او بيا يې د هغه د جسد ګوته په بېل لګوله.
پوليسو د كورنۍ ټول غړي چې ۴ يې هلكان او يوه يې نجلۍ ده، نيولي دي.