د نړۍ  مهم  اسلامي هیواد  اندونیزیا  د اسراییلو پر خلاف  ډیر مهم  ګام  اوچت کړ

اندونیزیا هیواد ته د اسراییلي وګړو په ننوتو بندیز ولګو

977644
د نړۍ  مهم  اسلامي هیواد  اندونیزیا  د اسراییلو پر خلاف  ډیر مهم  ګام  اوچت کړ

د نړۍ  مهم  اسلامي هیواد  اندونیزیا  د اسراییلو پر خلاف  ډیر مهم  ګام  اوچت کړ..

اندونیزیا  د اسراییلو لخوا په غزه کې  د ترسره کړي قتل عام له امله  هیواد ته د اسراییلي وګړو په ننوتو بندیز ولګو.

دا خبره د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت کړې ده .

د اسراییلو د بهرنیو چارو د وزارت  ویاند  ایمانویل ناهشون وویل چې  اندونیزیا  د غزې د وروستیو پيښو له امله  اندونیزیا  اسراییلي وګړو ته په ویزو ورکولو بندیز لګولی  او ورکړې ویزې هم  لغوه کړي دي.

هغه ویلي دي چې اندونیزیا  هیواد ته د اسراییلي وګړو په ننوتو د بندیز لګولو پریکړه کړې ده .

ویاند ویلي دي سره ددې چې  اسراییل د اندونیزیا سره  په رسمي توګه  ډیپلوماتیک اړیکي نلري  خو  دواړو هیوادونو ترمنځه  قوي اقتصادي اړیکي شتون لري.

اندونیزیا  تر اوسه پورې  اسراییلي وګړو ته  سیاحتي او سوداګریزې  ویزې  ورکولې.

اندونیزیا  ددې په مقابل کې  په فلسطینیانو او فلسطیني  توکو  ګمرکي  ټکس  او مالیه  معاف کړه.

اندونیزیا  اعلان کړی دی چې ددینه وروسته  د فلسطین نه د راواریدونکو توکو نه به  ګمرکي ټکس او مالیه  وانخلي.

دا خبره  د اندونیزیا  د سوداګرۍ وزیر  په پلازمینه  جاګارتا کې د فلسطین د سفیر سره  د لیدنې نه وروسته وکړه.



اړوند خبرونه