اسراییلو د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو نه په هوايي بریدونو کې کار واخیست

اسراییلو  ویلي دي چې په نړۍ کې لومړنی  هیواد دی چې  هوايي عملیاتو کې  د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو نه کار واخیست.

976340
اسراییلو د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو نه په هوايي بریدونو کې کار واخیست

اسراییلو  ویلي دي چې په نړۍ کې لومړنی  هیواد دی چې  هوايي عملیاتو کې  د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو نه کار واخیست.

دا خبر د رویټرز خبري اژانس  د اسراییلي مقاماتو له قوله خپور کړی دی.

د اسراییلو هوايي ځواکونو  په رسمي بیان کې ویلي دي چې  د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو سره په غزه کې د حماس د ډلې د پوځي څانګې  عزو الدین القسام  غنډونو اړوند  په یو مرکز  برید کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  اسراییل په نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې  په هوايي عملیاتو کې د امریکا لخوا جوړه شوې د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو نه کار اخیستی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  ددوی اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې  د ټول منځني ختیځ د پاسه الوتنه کړې او ځیني هدفونه يي  په نښه کړي دي.

د بله پلوه  د اسراییلو  د پوځ اړوند  ټانکونو هم په غزه کې  د حماس د ډلې په یو هدف برید کړی دی. د اسراییلو دولتي راډیو د خبر له مخې یوې ډلې  شکمنو کسانو چې د غزې د پولو نه  راتیر شوي وو  د اسراییلي پوځاینو اړوند  یوې نقطې ته اور ورته کړی دی.

د اسراییلو راډیو ویلي دي چې پدې نقطه کې  پوځیانو شتون نه درلود. د پيښې نه وروسته  شکمن کسان  بیرته  غزې ته په تيښته بریالي شوي دي.

ددې پیښې نه وروسته  د اسراییلو ټانکونو د حماس اړوند په یو هدف بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه