نتنیاهو د جاپان لومړي وزیر ته په میلمستیا کې د بوټانو په څیر په قاب کې خواړه وړاندې کړل
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جاپان لومړي وزیر ته په میلمستیا کې د بوټ په څیر په قاب کې د خوړو وړاندې کولو د جاپان سخت غبرګون پارولی دی.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جاپان لومړي وزیر ته په میلمستیا کې د بوټ په څیر په قاب کې د خوړو وړاندې کولو د جاپان سخت غبرګون پارولی دی.
د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو د جاپان لومړی وزیر شینزو ابي ته چې د رسمي سفر په ترڅ کې نوموړي هیواد ته تللی دی په خپل کور کې میلمستیا جوړه کړې وه.
د اسراییلو لومړي وزیر خپل جاپاني سیال ته خواږه د بوټ په څیر په قاب کې راوړل چې دې مسلې د جاپان سخت غبرګون پارولی دی.
د اسراییلو د خبري رسنیو د خبر له مخې د لومړي وزیر نتنیاهو لخوا د جاپان لومړي وزیر ابي ته په میلمستیا کې د بوټ په څیر په قاب کې د خوږو وړاندې کولو جاپان سخت ناراحته کړی دی.
یو تن جاپاني ډيپلوماټ ددې مسلې په غبرګون کې د اسراییلو خبري رسنیو ته ویلي دي
« د نړۍ په هیڅ کولتور کې د بوټانو په څیر د قابونو د کارولو او یا د ډوډۍ پر میز د بوټانو ایښود په څیر کوم کولتور شتون نلري. که چیرې دا کار د شوخۍ په پایله کې شوی وي خو دا ډول شوخي د منلو وړ نده. د لومړي وزیر په استازیتوب وایم چې هغه ددې کار له امله ډیر خفه دی. »
همداشان یو تن بل جاپاني ډیپلوماټ خبري رسنیو ته ویلي دي چې « ټوله نړۍ پدې ډیر ښه پوهیږي چې د جاپان خلک حتا خپلو کورونو د بوټانو سره نه ننوځي. ددې سره سره د بوټانو په څیر په قاب کې د خوړو وړاندې کول په ښکاره توګه سپکاوی او بې احترامي ده. دا مسله کیدای شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه ډیپلوماتیکي ستونزې رامنځته کړي. »
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.