شمالي کوریا  پر امریکا  پر دوی  د فشارونو او ګواښونه نه لاس واخله غږ کړی دی.

شمالي کوریا وايی چې امریکا دوی تحریکوي

965133
شمالي کوریا  پر امریکا  پر دوی  د فشارونو او ګواښونه نه لاس واخله غږ کړی دی.

شمالي کوریا  پر امریکا  پر دوی  د فشارونو او ګواښونه نه لاس واخله غږ کړی دی.

د شمالي کوریا  د بهرنیو چارو د وزارت یو تن جګپوړي چارواکي  د نوموړي هیواد د خبري اژانس سره په مرکه کې په امریکا غږ کړی دی چې  د هر څه ژر د فشارونو او ګواښونو نه لاس واخلي.

هغه ویلي دي چې د امریکا  ګواښونه  او فشارونه د اټومي پروګرام  د ستونزې د حل سره مرسته  نکوي بلکې  زیان ور رسوي.

هغه ویلي دي پداسې حال کې چې د کوریا په ټاپو وزمه کې  د سولې او جوړجاړي په خاطر مهم ګامونه اوچت شوي او دوام لري امریکا  متحده ایالتونه  په قصدي ډول  شمالي کوریا  تحریکوي.

هغه زیاته کړې ده چې امریکا  عامه اذهان  غلط لورې ته  راکاږي. خلکو ته  غلط معلومات ورکوي. ټولو ته  داسې ښکاره کوي چې ګواکې  د کوریا په ټاپو کې  سوله او د جوړجاړي په خاطر  د خبرو اترو  بحیر  ددوې  د ګواښونو  او بندیزونو  په پایله کې رامنځته شوی  وي.

هغه ویلي دي چې امریکا  باید  ددې خبرې نه لاس واخلي.

د یادولو وړ  ده چې د امریکا  ولسمشر  دونالد ټرمپ  ویلي دي چې د راتلوونکو څو اونیو په ترڅ کې به د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره  مخامخ لیدنه وکړي. دا لیدنه به د کوریا ټاپو وزمه د سولې په کور کې ترسره شي.

د بله پلوه  د امریکا  ولسمشر  ټرمپ  د مې په ۲۲ مه نیټه په سپینه ماڼۍ کې د سویلي کوریا د ولسمشر سره  لیدنه کوي.



اړوند خبرونه