د امریکا متحده ایالتونو یوې لویې عسکري الوتکې سقوط وکړ.
په امریکا کې پوځي الوتکې سقوط وکړ
د امریکا متحده ایالتونو یوې لویې عسکري الوتکې سقوط وکړ.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د امریکا د پوځ اړوند یوه لویه C130 HERCULES ډوله پوځي باروړونکې الوتکه د جورجیا ایالت اړوند د ساوانا په ښار کې د لویې لارې په سر غورځیدلې ده .
په پیښه کې ۵ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا پوځ ویلي دي چې الوتکه د پروتو ریکو د قومندانۍ د هوايي ځواکونو اړوند وه.
الوتکه د تعلیمي الوتنو پر مهال غورځیدلې ده . الوتکه د ساوانا ښار د هیلتون هیډ د نړۍوال هوايي ډګر ترڅنګ غورځیدلې ده .
د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د هوانوردۍ فدرال ادارې ویلي دي چې الوتکه په اریزونا ایالت کې د داویس مونتن هوايي هډې ته د تلو پر مهال غورځیدلې ده .
ویل کیږي په الوتکه کې ۹ تنو شتون درلود چې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د جورجیا د ایالت ملي ګارد ویاندې نویل ویلیز خبري رسنیو ته وویل چې په الوتکه کې ۹ تنو شتون درلود چې تر اوسه پورې د ۵ تنو د وژل کیدو پخلی شوی دی. پاتې کسان ټپیان دي.
پیښه د جورجیا ایالت په ځايي وخت د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو کې رامنځته شوې ده .