شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.
شمالي کوریا ولسمشر د مې په میاشت کې د هیواد د اټومي ارزمایښتونو د مرکزونو د تړولو ژمنه کړې .
شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.
شمالي کوریا ولسمشر د مې په میاشت کې د هیواد د اټومي ارزمایښتونو د مرکزونو د تړولو ژمنه کړې .
شمالي کوریا ویلي دي چې د مې په میاشت کې به د امریکا او سویلي کوریا د بې طرفه ناظرینو او د نړۍ د خبریالانو په حضور کې د اټومي ازمایښتونو مرکزونه وتړي.
د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون تیرې جمعې پر ورځ د سویلي کوریا د ولسمشر مون جیا این سره په لیدنه کې د کوریا ټاپو وزمې د اټومي وسلو نه د پاکولو په خاطر کډ مطابقت لاسلیک کړ.
ددینه وروسته د سویلي کوریا د ولسمشر ویاند خبري رسنیو ته د راتلوونکي بحیر په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د شمالي کوریا ولسمشر ښاغلي کیم جونګ اون د مې په میاشت کې په هیواد کې د اټومي ازمایښتونو د مرکزونو د تړولو په خاطر په چمتوالي او تیاریو د نیولو ژمنه وکړه.
همداشان هغه د سویلي کوریا او شمالي کوریا ترمنځه په ساعت کې د یو نیم ساعت د توپیر د لمنځه وړو مسله هم منلې ده.
ویاند ویلي دي چې د شمالي کوریا ولسمشر ژمنه وکړه چې په راتلوونکې میاشت کې به په ډیر شفافه توګه د امریکا او سویلي کوریا د بې طرفه ناظرینو او نړۍوال خبریالانو په حضور کې د اټومي ازمایښتونو مرکزونه وتړي.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ بیا تیره ورځ وویل چې په راتلوونکو دریو یا څلورو اوونیو په دننه کې به د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره لیدنه وکړي.
ټرمپ ویلي دي چې د کیم جونګ اون سره به د کوریا ټاپو وزمې د اټومي وسلو نه د پاکولو په مسلې خبرې وکړي.
شمالي کوریا رسمي مقاماتو لا پدې اړه څه ندي ویلي.