د شمالي کوریا او سویلي کوریا د مشرانو تاریخي لیدنه پیل شوه.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د ولسمشر مون جای این سره د پانمون جوم په نامه د اوربند په کلي کې لیدنه وکړه.
د شمالي کوریا او سویلي کوریا د مشرانو تاریخي لیدنه پیل شوه.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د ولسمشر مون جای این سره د پانمون جوم په نامه د اوربند په کلي کې لیدنه وکړه.
د شمالي کوریا ولسمشر په پلي توګه د سویلي کوریا د پولې نه تیر شو. د ویلو ده چې کیم جونګ اون د شمالي کوریا لومړنی ولسمشر دی چې د سویلي کوریا په خاوره کې قدم ږدي.
د یادولو وړ ده چې د ۱۹۵۰ نه تر ۱۹۵۳ کلونو پورې د کوریا د جګړې نه وروسته د دریم ځل لپاره د سویلي او شمالي کوریا ولسمشرانو سرمشریزه کیږي. خو د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون بیا د شمالي کوریا لومړنی ولسمشر دی چې سویلي کوریا د پولو نه تیریږي او نوموړي هیواد د ولسمشر سره لیدنه کوي.
دواړو ولسمشرانو د روغبړ نه وروسته د عسک د اخیستو په خاطر يي سره لاس ورکړ.
وروسته دواړو مشرانو د تشریفاتو ځانګړې قطعه معاینه کړه . د شمالي کوریا ولسمشر د سولې د کور کتاب لاسلیک کړ.
د شمالي کوریا ولسمشر د سولې د کور په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل ! د اوس نه په اعتبار سره یو نوی تاریخ پیلیږي، د سولې د پیړۍ د تاریخي پیل په درشل کې قرار لرو.
د یادولو وړ ده چې د دواړو ولسمشرانو پدې تاریخي لیدنه کې د شمالي کوریا د ولسمشر خور چې د روان کال د فبروري په میاشت کې سویلي کوریا ته تللې وه او هلته يي د سویلي کوریا د ولسمشر او مقاماتو سره لیدلي وو هم ګډون کړی دی.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د ولسمشر سره د غونډې د پيلیدو نه وروسته خبریالانو ته وویل « پوره باور لرم چې دا لیدنه به ډیره صمیمي، رڼه او ډیره صادقانه تیره شي. د دې غونډې نه د ډیرې ښې نتیجې د اخیستو هیله لرو.»
کیم زیاته کړه « هیله لرم چې ددې غونډې پایلې د تیرو په څیر یواځې د کاغد پر مخ پاتې نشي بلکې د روښانه راتلوونکي په خاطر په ګډه د کارکولو او همکاریو لپاره زمینه او فرصت برابر کړي. »
د شمالي کوریا ولسمشر د سویلي کوریا ولسمشر ته په خطاب کې وویل « دې تاریخي مکان او ځای کې ته د راتګ له امله ډیر خوښ یم .»
د سویلي کوریا ولسمشر بیا د شمالي کوریا د ولسمشر نه ددې لیدنې په خاطر مننه وکړه.
د شمالي کوریا ولسمشر وویل چې د پان مون جوم سیمه باید ددینه وروسته د بیلتون د سیمې نه بلکې د سولې د سمبول په توګه یاده شي.
د سویلي کوریا ولسمشر ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ټولې نړۍ او زمونږ د هیوادونو سترګې او ټول پام د پان مون جوم غونډې ته اوښتي دي.د سویلي او شمالي کوریا وګړي ددې غونډې ته ډیر زیات انتظارات لري.
هغه وویل چې ددې غونډې ښې پایلې به په نړۍ کې د ټولو هغه برخو لپاره چې د سولې غوښتونکي دي او زمونږ د هیوادونو لپاره تر ټولو ښه ډالۍ وي.
د ویلو ده چې د سویلي او شمالي کوریا د ولسمشرانو د لیدنې لومړنۍ برخه پایته ورسیده. دویمه برخه به د غرمې نه وروسته پیل شي.
همداشان د دواړو هیوادونو مشران به د صبر ونه وکري. دا ونه به د دواړو هیوادونو نه راوړل شوې په ګډه خاوره کې وکرل شي.
د ونې ترڅنګ به « دلته سوله او رفاح کرو » په څیر لیکلې تیګه هم کیښودل شي.
همداشان د لیدنې د دویم پړاو د ترسره کیدو نه وروسته به د دواړو هیوادونو مشران په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي او د غونډې پایلې به د نړۍ سره شریکې کړي.
وروسته به د سویلي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا د ولسمشر په ویاړ د ماښام میلمستیا جوړه کړي.
د سویلی کوریا د مقاماتو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د سویلي او شمالي کوریا ولسمشران به پدې لیدنه کې د شمالي او سویلي کوریا د یو ځای کیدو، د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د قوي کولو د اټومي وسلو د لمنځه وړو په مسلو خبرې وشي.
د یادولو وړ ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون به ددې سرمشریزه نه وروسته په راتلوونکې میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ سره هم وګوري.