په هندوستان کې د ښوونځي بس د ریل ګاډي سره د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په هندوستان کې ټرافیکي پیښې تر شلو تنو ډیرو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله
په هندوستان کې د ښوونځي بس د ریل ګاډي سره د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د هندوستان په شمال کې د اوتار پردیش په ایالت کې د ښوونځي بس د ریل ګاډي سره وجنګید.
د یاد شوي ایالت د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه زده کوونکي مړه او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پولیسو مشر ویلي دي چې د ښوونځي په بس کې ۲۲ تنو زده کوونکو شتون درلود چې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پیښې قربانیان ټول ماشومان دي.
پیښه نن د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده. د عیني شاهدانو په وینا د ښوونځي بس موټر په نورماله توګه روان وو چې په ناڅاپي توګه سیوان – ګوراخپور د سیمو د مساپر وړونکي ریل ګاډي سره وجنګید.
د پيښې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.
د یادولو وړ ده چې په هندوستان کې د دوو اونیو په دننه کې دا دویم د زده کوونکو بس دی چې ټرافیکي پیښه کوي.
د یادولو وړ ده چې د نږدې دوه اوونۍ مخکې د اپریل په نهمه نيټه هم د هندوستان هیماچل پردیش په ایالت کې د ښوونځي بس د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۲۴ تنو زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړی وو.