نامتو هندي دیني مشر یا ګورو د ټولو عمر لپاره په بند محکوم شو
د هندوستان نامتو دیني مشر یا ګورو په ۱۶ کلنې نجلۍ د جنسي تیري کولو له امله د محکمې لخوا د ټول عمر لپاره په بند محکوم شو.
د هندوستان نامتو دیني مشر یا ګورو په ۱۶ کلنې نجلۍ د جنسي تیري کولو له امله د محکمې لخوا د ټول عمر لپاره په بند محکوم شو.
په هندوستان کې په ۲۰۱۳ کال کې په ۱۶ کلنې نجلۍ د جنسي تیري کولو په جرم نیول شوی نامتو دیني مشر یا ګورو بوپا د محکمې لخوا پړ وبلل شو او د ټولو عمر لپاره په بند محکوم کړی شو.
محکمې نوموړی د جنسي تیري سربیره په فریبکارۍ او په زور سره د برمته کولو په جرمونو هم تورن کړ.
۷۷ کلن هندو ګورو په هغه لګول شوي تول تورونه رد کړل او د محکمې پریکړې د تمیز کولو غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې مشهور هندي ګورو چې په ټولنیزه مډیا کې ۴۰ میلیونه تنه تعقیب کوونکي لري د یوګا او تفکر درس ورکوي.
د هندوستان پولیسو د محکمې پریکړه نوموړی زندان ته د رسولو نه وروسته اعلان کړه.
د بله پلوه د نوموړي زندان شاوخوا ته چې هندي ګورو پکې ساتل کیږي او زندان ته نږدې په پرتو ښارونو کې د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو امر شوی دی.
د ویلو ده چې په هندي ګورو او د هغه په زوی ددینه وړانډې هم د جنسي تیري تور لګول شوی وو چې اوس يي هم دعوا دوام لري.