اسراییلو  یو ځل بیا  پر سوریې  هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلو پر سوریې بریدونه وکړل

957262
اسراییلو  یو ځل بیا  پر سوریې  هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلو  یو ځل بیا  پر سوریې  هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلو  د سوریې لخوا  د ګولان په ټپو  د توغندي د برید د ترسره کیدو په بهانه  په نوموړي هیواد  هوايي بریدونه کړي دي.

د اسراییلو د پوځ لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د سوریې د خاورې نه  ددوې  په خاوره د توغندي برید شوی دی. توغندی  د امنیتي اغزن مزي  ترڅنګ  غورځیدلی دی.

اسراییلو  ویلي دي چې  د نوموړي برید په مقابل کې  په هغو سیمو  چې  برید ترینه شوی وو  درانده  بریدونه کړي دي.

د اسراییلو د پوځ لخوا په شوو څرګندونو کې د برید  پړه د اسد په رژیم  اچول شوې ده . د اسراییلو پوځ ویلي دي چې  هیڅ داسې  کوم اقدام  ته به چې ددوې مځکني بشپړتیا  او د ملکي وګړو ژوند ته  خطر مخامخوي  اجازه ورنکړي.

د اسراییلو پوځ  دا ندي ویلي چې د سوریې لخوا پرې څه ډول  توغندي برید شوی دی.

د یادولو وړ ده چې اسراییلو  د اپریل په ۹ مه نیټه هم د سوریې د ټي ۴ په هوايي  هډې  توغندیز بریدونه کړي وو چې له امله يي ۷ تنو ایراني ملیشه او سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه