په چین کې  د شپې په کلوپ کې  د اورلګیدنې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

په چین کې فاجعه رامنځته شوه

957267
په چین کې  د شپې په کلوپ کې  د اورلګیدنې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

په چین کې  د شپې په کلوپ کې  د اورلګیدنې له امله  ستره فاجعه رامنځته شوه.

د چین نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  تیره شپه د نوموړي هیواد په سویل کې  د ګوانګ ډانګ په ایالت کې  د شپې په یو کلوپ کې  اورلګیدنه رامنځته شوه.

اورلګیدنه پداسې حال کې رامنځته شوه  چې په لسګونو  تنه ځوانان  په ډانس ، سندرو ویلو  او ساعت تیرۍ  مصروف  ول.

په پيښه کې  لږ تر لږه  ۱۸ تنه مړه  او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه  د اور وژنې  ، روغتیايي او د ژغورنې ډلې  سیمې ته واستول شوې  او د اور په مړولو يي پيل وکړ.

د اور وژنې ډلو په ډیره  کمه موده کې  اور مړ کړ .

د ژغورنې ډلې  د شپې کلوپ نه  د ۱۸ تنو مړي  او ۵ تنه ټپیان  راوویستل.

د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د چین پولیسو ویلي دي چې لومړني  تحقیقات  او نښې او نښانې دا ښايي چې  اور په قصدي ډول  اچول شوی وي.



اړوند خبرونه