د کاناډا  د تورنتو  په ښار  کې  په عامو خلکو د موټر پر مټ  برید وشو.

په تورنتو کې په ملکي وګړو خونړی برید وشو

957249
د کاناډا  د تورنتو  په ښار  کې  په عامو خلکو د موټر پر مټ  برید وشو.

د کاناډا  د تورنتو  په ښار  کې  په عامو خلکو د موټر پر مټ  برید وشو.

د ترلاسه شوي‌ رپوټ  له مخې  په تورنتو  کې  د پلو خلکو  په یوې  ګڼه ګوڼه  جاده کې  یو موټر  د خلکو په منځ ګې  ګډ شو  او ګډ شمیر کسان يي  د موټر  لاندې  کړل.

برید کوونکي د برید نه وروسته وتښتید  چې له موده وروسته پولیسو  ونیولو.

د کاناډا پولیسو  د برید  نه سمدلاسه وروسته  پدې پيښه کې  د اتو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ  چې  لنډه  موده وروسته  د پيښې  اصلي‌ څیره  او مرګ  ژوبله  ښکاره شوه.

د کاناډا  پولیسو وروسته  اعلان وکړ چې  پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۹ تنو ژوند  د لاسه ورکړی   او  ۱۶  تنه نور ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه  د ۵ تنو روغتیايي‌ حالت  ښه  ندی.

پولیسو ویلي  دي‌ چې برید کوونکی‌ نیول شوی او  څیړنې  ترینه  دوام لري. پولیسو په وینا  برید  په قصدي‌ ډول شوی دی خو دا لا معلومه نده چې  برید کوونکی  د چا سره  تړاو لري. پولیسو د برید کوونکي‌ د هویت په اړه هم  څه ندي‌ ویلي‌

ویل کیږي د پيښې  نه وروسته  د تورنتو د ښار  د میترو  ځیني‌ سفرونه وځنډول شول.

پیښه د کاناډا په ځايي  وخت  د ماسپخین د یوې نیمې  بجې په شاوخوا کې رامنځته شوې  ده. 



اړوند خبرونه