امریکا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د وتو په خاطر درې شرطونه وړاندې کړل

امریکا متحده ایالتونو  د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو په خاطر  درې شرطونه وړاندې کړي دي.

952126
امریکا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د وتو په خاطر درې شرطونه وړاندې کړل

امریکا متحده ایالتونو  د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو په خاطر  درې شرطونه وړاندې کړي دي.

امریکا ویلي دي  ترکومه چې دې درو هدفونو ته  ونه رسیږو  د سوریې نه به خپل ځواکونه بهر نکړو.

دا څرګندونې  په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا دایمې استازې  نیکې هیلي وکړې.

هیلي وویل چې  امریکا به تر هغه د سوریې نه خپل ځواکونه  بهر نکړي تر څو لاندینو درې هدفونو ته  ورسیږي. لومړی  د سوریې د رژیم  کیمیايي  وسلې په کامله توګه باید  له منځه یوړل شي .

سوریې ته به یو ځل بیا  د کیمیايي وسلو د کارولو اجازه ورنکړو. دویم  داعش ترهګره ډله  باید پدې هیواد کې په کامله توګه ختمه کړو. پدې باید  پوره باور پیدا کړو چې داعش  په سوریه کې  په کامله توګه لمنځه تللي دي. دریم  پدې هیواد او سیمه کې د ایران د نفوذ او اغیزو مخه باید ونیسو.

تر کومه چې  په سیمه کې د ایران د نفوذ په لمنځه وړو مطمئن شوي  نه یو د سوریې نه به بهر نشو.

په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا  دایمې استازې نیکې هیلي دا څرګندونې  د سي بۍ اس تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه  ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  امریکا  د اسد د رژیم سره  د مخامخ  مذاکراتو او یا خبرو کولو هوډ لري او که نه؟ داسې وویل ، موجودو حالاتو ته په کتو سره  دا خبره په هیڅډول  د امکان وړ نده.

هغې د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو د وخت  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې «  امریکا  درې مهم  اهداف  او شرطونه لري. تر کومه  چې دا شرطونه او اهداف  سرته ونه رسیږي  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو هوډ نلرو. لومړی  د سوریې د کیمیايي وسلو په کامله توګه له منځه وړ دي. دویم  پدې هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې ریښې په کامله توګه  وچول  او دریم په سوریه او سیمه کې د ایران د اغیزو او نفوذ له منځه وړ دي. تر کومه  چې  مونږ  مطمئن  نشو  خپل ځواکونه  د سوریې نه نه وباسو. »



اړوند خبرونه