د روسیې عسکري چورلکې سقوط وکړ.
په روسیه کې پوځي چورلکې سقوط وکړ
د روسیې عسکري چورلکې سقوط وکړ.
د روسیې د کالینینګراد په ښار کې عسکري چورلکې د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط وکړ.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چورلکه د بالټیک په سمندر کې لویدلې ده . په پيښه کې د چورلکې دوو تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې د بالټیک سمندري ځواکونو د قومندانۍ لخوا د خپره شوې خبرپاڼه له مخې ددوی یوه کا ۲۹ ډوله چورلکه چې د شپې د امتحاني الوتنې په موخه يي الوتنه کړې وه د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې لویدلې ده .
په پیښه کې دوو تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا امتحاني الوتنه د نورماله هوا کې ترسره شوې وه.
د یادولو وړ ده چې روسيې کا ۲۹ ډوله عسکري چورلکې په ۱۹۸۰ کلونو کې په جنګۍ بیړیو کې په اسانه توګه د کیناستو او پاڅیدو په خاطر جوړه کړه. د روسیې پوځ ددې چورلکو نه د کارګو د انتقال په برخه کې استفاده کوي.