په برازیل کې د زندانیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې درنده مرګ ژوبله اوښتې

په برازیل کې  د زندانیانو د تښتوونکې  ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې  لږ تر لږه  شلو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی

948571
په برازیل کې د زندانیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې درنده مرګ ژوبله  اوښتې

په برازیل کې  د زندانیانو د تښتوونکې  ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې  لږ تر لږه  شلو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د برازیل په شمال کې د پارا په ایالت کې یوې وسله والې ډلې  د زندان نه  د لسګونو تنو زندانیانو د تښتولو  هڅه وکړه.

یادې شوې ډلې  لومړی  د زندان  دیوارونه  د چاویدونکو توکو سره  ولوزول  .

نوموړې  ډلې  چې  د زندانیانو د تښتولو هڅه کوله  د امنیتي ځواکونو سره  په نښته کې ښکیل شول.

په نښته کې یو تن وسله وال او ۱۹ تنه  زندانیان  مړه  او ځینې ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې  یاده شوې ډله  د امنیتی ځواکونو د سخت مقامت په پایله کې  تیښتې ته اړ شوه.

پولیسو ویلي دي چې  پدې پیښه کې  ۱۹ تنه زندانیان  وژل شوي دي خو دا لا معلومه نده  ایا ځینې زندانیان به په تیښته بریالي شوي وي او که نه.



اړوند خبرونه