په امریکا متحده ایالتونو کې یوتیوپ په مرکزي دفتر وسله وال برید وشو.
د یوتیوپ په مرکزي دفتر وسله وال برید وشو
په امریکا متحده ایالتونو کې یوتیوپ په مرکزي دفتر وسله وال برید وشو.
د امریکا د سن فرانسیسکو ښار د سن برونو د سیمې پولیسو د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې برید کوونکې د یوتیوپ د مرکزي دفتر په دننه کې وو چې د څو ساعته مقامت نه وروسته ځان وواژه.
سیمې ته د یو زیات شمیر پولیس او امنیتي ځواکونو سربیره ګڼ شمیر امبولانسونه استول شوي وو.
د بله پلوه ځینو امریکايي خبري رسنیو ویلي دي چې په برید کې څو تنه ټپیان شوي دي خو دقیقه شمیره معلومه نده. د سن فرانسیسکو د ښار دولتي روغتون ویلي دي چې پدې برید کې ۳ تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت يي ښه ندی.
همداشان ځینو خبري رسنیو ویلي دي چې برید د ښځینه برید کوونکې لخوا شوی دی.
د برید لامل ناڅرګند دی. پولیسو ویلي دي داسې ښکاري چې دا پیښه د خپلمنځنۍ ستونزې له امله رامنځته شوي وي.
برید د ایران الاصله ۳۸ کلنې نسیم اقدام شوی دی.